د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد کې نن سهار په یوه چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.
د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي رسنیو ته په یوه لېږلي صوتي پیغام کې وویل، په چاودنه کې ۳ نور ملکیان ټپیان شوي دي.
ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي: "د ننګرهار ګمرک ریاست ته مخامخ نن سهار اته نیمې بجې د ملکیانو پر یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې له بده مرغه په دې پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي."
د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نهدی منلی.