سپس اکس فضایي شرکت فضا ته فالکان-۹ ډوله توغندی توغولی

دغه توغندی پرون شنبه د جون په دیارلسمه په فلوریدا کې د امریکا له فضایي مرکزه وتوغول شو.

سپس اکس فضایي شرکت یو ( فالکان-نهه) ډوله توغندی فضا ته وتوغوه چې ۵۸ مصنوعي سپوږمکۍ له ځان سره لېږدوي.

دغه توغندی پرون شنبه د جون په دیارلسمه په فلوریدا کې د امریکا له فضایي مرکزه وتوغول شو.

د ځمکې مدار ته د دغه توغندي له لارې لېږل شوې مصنوعۍ سپوږمکۍ به د سپس اکس شرکت له هغو سپوږمکیو سره یوځای شي چې د انټرنېټ د زیګنالونو په هدف د ځمکې مدار کې ځای پر ځای شوي.

اوس مهال د دغو مصنوعي سپوږمکیو شمېر پنځو سوو ته رسېږي.

سپس اکس شرکت د امریکا د یوه میلیارډر الیون ماسک اړوند دی.