اشرف غني ځیني وزارتونو ته نوي نوماند او سرپرست وزیران معرفي کړل

په ارګ کې د یو شمېر نوماند وزیرانو د معرفۍ مراسم.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کانونو او پټرولیم، پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ته نوي نوماند او سرپرست وزیران معرفي کړل.

محمد هارون چخانسوري د کانونو او پټرولیم وزارت د نوماند په توګه، رنګینه حمیدي د پوهنې وزارت د نوماندې او او محمد طاهر زهیر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوماند په توګه معرفي شوي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر پرون مازدیګر د دغو نوماندانو د معرفۍ احکام ورکړي دي.

له دې وړاندې حکومت مالیې، ښځو چارو، عامې روغتیا او ښار جوړونې وزارتونو ته هم نوي سرپرست او نوماند وزیران معرفي کړي دي.

لا معلومه نه‌ده چې دغه نوماندان به د ولسي جرګې له‌خوا څه وخت د باور رایې اخلي.