چارواکي: لغمان کې د دېوال پرېوتو له امله دوه تنه مړه شوي

ارشيف

په لغمان کې د یوه دېوال د پرېوتو له امله دوه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ولایت مرکز مهترلام ښار کې له غرمې وروسته د سخت باد او طوفان له امله د شهري محکمې دېوال راپرېوتى چې له امله يې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.

د ښاغلي دولتزي په خبره، ټپيان په وخت د مهترلام ولايتي روغتون ته انتقال شوي او د درملنې لاندې دي.

د یادونې وړ ده چې هرکال د اوړي د موسم په همدې شپو ورځو کې سخت بادونه او طوفانونه را الوځي چې د مالي زیانونو ترڅنګ د سر زیانونونه هم اړوي.