د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن، د جون ۱۳مه، په تهران کې د افغانستان سفیر ور احضار کړ.
د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا په وینا، عبدالغفور لېوال د دې لپاره چې د یو شمېر داسې ډلو په اړه چې له ایران سره ضد دي، د توضیحاتو لپاره ورغوښتل شوی و.
د اېرنا په راپور کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په حواله لیکل شوي چې ځیني سیاسي ډلو چې د ایراني لوري په وینا له ایران سره دښمني لري په وروستیو کې په افغانستان کې د ایران پر سفارت او قونسولګریو حمله کړې وه او په اړه یې له لیواله پوښتنه وشوه.
له عبدالغفور لېوال سره د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د لویدیځې اسیا د چارو مسئول سید رسول موسوي خبرې کړې دي.
د ایرنا په راپور کې نه دي ویل شوي چې لېوال څه ځواب ورکړی دی.
په وروستیو کې د افغانستان څو کډوال په یزد کې هغه مهال ووژل شول چې د ایران پولیسو یې پر موټر ډزې وکړې او موټر اور واخیست.
د ایران حکومت وویل چې دې کسانو د پولیسو له امر سره سم د موټر له درولو ډډه کړې وه.
تر دې پېښې وروسته پر ټولنیزو رسنیو د (افغانانو ژوند ارزښت لري) کمپاینونه پیل شول او په ایران کې له افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو د بد سلوک پر ضد په کابل او ځیني ښارونو کې لاریونونه وشول.