پاریس او لندن کې د جورج فلویډ د وژنې په غبرګون لاریونونه کېږي

جورج فلویډ د مې په ۲۵مه نېټه یوه سپین پوستي پولیس چې وروسته له کاره وایستل شو، نیولی و او پر غاړه یې ځنګون ور ایښی و.

په امریکا کې د پولیسو د تاوتریخوالي او د توکمیز توپیر پر ضد له روانو لاریونونو سره د پیوستون د څرګندولو لپاره خلک نن، د جون په ۱۳مه، په پاریس او لندن کې لاریونونه کوي.

له دې کبله، پولیسو په پاریس کې رسټورانټونه، دوکانونه او موزیمونه چې تردې مخکې د فعالیت اجازه ورکړ شوې وه، بېرته تړلي دي.

په پاریس کې ننی لاریون د ښار په ختیځ کې له د ښار د اوپرا تر ودانۍ پورې کېږي.

د پاریس پولیسو دوکاندارانو او د هټیو خاواندانو ته ویلي چې ټول هغه وسایل چې اور اخیستلای شي، لرې کړي.

دا به په امریکا کې د (تورانو ژوند ارزښت لري) په نوم له پیل شوي حرکت سره د فرانسې د خلکو پیوستون تر ټولو لویه مظاهره وي.

په امریکا کې له تورپوستو خلکو سره د توپیر او د پولیسو د زور زیاتي پر ضد دې حرکت تر هغه وروسته زور واخیست چې د جورج فلویډ په نوم یو تور پوستی امریکایی د یوه سپین بوستي پولیس د تاوتریخوالي له کبله مړ شو.

جورج فلویډ د مې په ۲۵مه نېټه یوه سپین پوستي پولیس چې وروسته له کاره وایستل شو، نیولی و او پر غاړه یې ځنګون ور ایښی و.

له دې پېښې په اخیستل شوې ويډیو کې چې پر انټرنېټ خپره شوه، لیدل کېږي چې ۴۶ کلن فلویډ په مکرر ډول له پولیسه غواړي چې پښه یې له غاړې لرې کړي او ورته وايي چې ساه یې بنده شوې ده.

فلویډ وروسته د ساه بندۍ له کبله په روغتون کې مړ شو.

په امریکا کې له هغه راهیسې لاریونونه کېږي.