د ارمنستان صدراعظم: د کرونا ویروس د اخته کسانو له ډېرېدو خواشینی یم

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس یې په هېواد کې (بد) خبرېږي.

پاشینیان تر دې یوه ورځ مخکې اعلان وکړ چې بېړنۍ حالت به د راتلونکې میاشتې (جولای) تر نیمايي پر ځاي پاتې شي.

هغه نن، د جون په ۱۳مه، وویل چې په خپل هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د زیاتېدو له کبله خواشینی اوله دې چې خلک لا هم د روغتیاپالانو له لوري اعلان شوي شرایط نه مراعتوي خواشینی دی.

په ارمنستان کې دا د مارچ له میاشتې راهیسې دریم وار دی چې بېړنۍ حالت اعلانېږي.

د ارمنستان حکومت د اپرېل د میاشتې په نیمايي چې تر ۱۴رسوه کمې مثبتې پېښې یې درلودې، بندیزونه نرم کړل او اوس د مثبتو پېښو شمېر ۱۶۰۰۰ته رسېدلی او ۲۶ تنه د کویډ ۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.