لوګر کې یوه مور له درې لوڼو سره وژل شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې لوګر ولایت

له لوګر څخه راپورونه وايي چې دغلته نامعلومو وسله‌والو یو مور له درې لوڼو سره یوځای وژلې او د دې کورنۍ دوه نور غړي یې ټپیان کړي دي.

د لوګر د والي ویاند دیدار احمد لونګ ازادي راډيو ته وویل، پېښه تېره شپه د مرکز اړوند التمور په سیمه کې رامنځته شوې ده.

ښاغلی لونګ زیاتوي: "تېره شپه مرکز ته څېرمه د التمور په سیمه کې نامعلومو وسله‌والو یوه مور له خپلو درې لوڼو سره په شهادت رسولې او د دې کورنۍ دوه نور غړي چې یو یې نارینه او بله ښځه ده، ټپیان کړي دي."

د لوګر امنیه قومانداني وایي، پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او له څېړنو وروسته به دقیق معلومات له خلکو او رسنیو سره شریک کړي.

تر اوسه د یادې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.