ناټو اوکراین ته د پراخو امکاناتو د لرونکي شریک حیثیت ومانه

بروکسل کې د ناټو مرکزي دفتر

ناټو پرون له اوکراین سره د نږدېوالي یو نوی پړاو پیل کړ او د پخواني شوروي اتحاد دې جمهوریت ته‌یې د پراخو امکاناتو د لرونکي شریک حیثیت ومانه.

ناټو پرون د جون په ۱۲مه په یو بیان کې وویل دا اقدام‌یې وروسته له هغه وکړ چې کیف له یورو اتلانتیک امنیتي ټولنې سره لېوالتیا څرګنده کړه.

اوکراین ته د دې حیثیت ورکول د ناټو د هغه نوښت یوه برخه ده چې غواړي له خپلو هغو شریکانو او متحدانو سره چې د ناټو په مشرۍ مأموریتونو او عملیاتو کې د پام وړ برخه اخلي، همکاري نوره هم پراخه کړي.

ناټو وايي چې اوکراین د افغانستان او کوسوو د مأموریتونو په ګډون د ناټو په مشرۍ عملیاتو او همداراز د ناټو پوځي تمرینونو ته خپل سرتېري استولي دي.

په بیان کې راغلي دي چې نوی حیثیت به اوکراین ته دا وړتیا ورکړي چې د ناټو له بېلابېلو عملیاتي، تمریني او نورو پروګرامونو څخه ګټه واخلي، خو ناټو په عین حال کې ټینګار کړی چې دا موقف په ناټو کې د غړيتوب په معنی نه‌شي تعبیرېدای.

اتریش، فنلند، ګرجستان، اردن او سویډن هم هغه هېوادونه دي چې ناټو د پراخو امکاناتو د لرونکي شریک حیثیت ورکړی دی.