بې‌پولې خبریالانو سازمان: ایران کې بندي شوې نرګس محمدي باید خوشې شي

ایرانۍ ژورنالېسته او د بشري حقونو فعاله نرګس محمدي

د بې‌پولې خبریالانو سازمان پر ایرانۍ ژورنالېستې او د بشري حقونو پر فعالې نرګس محمدي چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د حکومت په بند کې ده، لګول شوي تورونه غندلي دي.

دغه سازمان چې مرکز یې په پاریس کې دی پرون (د جون په ۱۲) نېټه په یوه بیان کې په ایران کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ځانګړي راپورټر جاوېد رحمان څخه وغوښتل چې سمدستي لاس په کار شي او له بنده د دې خبریالې د خلاصون لپاره له هرې ممکنې لارې هڅه وکړي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د ایران او افغانستان د برخې مشر رضا معیني وايي چې د مېرمن محمدي عدلي تعقیب د ایران د استخباراتو د وزارت او قضا د سیستم د چارواکو په لیکو کې د قضايي تبعیض ثبوت دی.

نرګس محمدي چې په عین حال کې د ایران د بشري حقونو د مدافعانو د مرکز ویانده وه، د حکومت پر ضد په تبلیغاتو، د اعدام د حکم په یوه مخالف ممنوع ګروپ کې په غړیتوب او نورو تورونو مجرمه وپېژندل شوه او په ۱۰ کاله بند محکومه شوه.

د نرګس ورور مهدي محمدي چې په ناروې کې کډوال دی په دې وروستیو کې د ایران قضا ته په یو پرانیستي لیک کې خبر ورکړی چې پر خور یې د عاشورا د ماتم په ورځو کې په زندان کې دننه د نڅا تور هم لګېدلی دی.

نوموړي همداراز ویلي دي چې نرګس سخته ناروغه ده، خو هغې ته اجازه نه‌ورکول کېږي چې د علاج لپاره له زندانه بهر ډاکتر ته ولاړه شي.

۴۷ کلنې محمدي د بشري حقونو په برخه کې څو نړیوالې جایزې ګټلې دي. ایران په ۲۰۲۰ کال کې د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیوال انډېکس کې د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۷۳م ځای خپل کړی دی.