د هلمند د سنګین پخوانی ولسوال نن سهار د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د نا معلومو وسلهوالو په حمله کې ووژل شو.
د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي ازادي راډیو ته وویل سلیمان شاه د یوې فاتحې په مراسمو کې د ګډون په موخه کندهار ته راغلی و.
ښاغلی احمدي زیاتوي: "د هلمند د سنګین ولسوالۍ پخوانی ولسوال سلیمان شاه نن سهار د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د فاتحې په مراسمو کې ګډون کاوه چې په هدفي برید کې وژل شوی دی."
دا په کندهار کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درېیمه هدفي وژنه ده.
پرون غرمه په درېیمه حوزه کې د امنیه قوماندانۍ د جنایي پېښو د مدیریت یو مأمور ووژل شو او تېره شپه ناوخته د ښار په ۱۱مه حوزه کې د وسلهوالو موټرسایکل سپرو لهخوا یو پولیس ووژل شو او بل تن ټپي شو.