چارواکي: تخار کې وسله‌والې نښتې ۱۵ وسله‌وال طالبان وژلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې تخار ولایت

د تخار ولایت چارواکي وايي د ولسي پاڅونوالو په مرسته‌یې په وسله‌واله نښته کې ۱۵ وسله‌وال طالبان وژلي او ۵ تنه ټپیان کړي دي.

د تخار امنیه قومانداني وايي، لومړی وسله‌والو طالبانو غوښتل تېره شپه د فرخار ولسوالۍ په مشتان کلي کې ځانونو ته مرکزونه جوړ کړي.

د دې قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر وايي، وروسته وسله‌واله نښته شوې چې له کبله‌یې وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ښاغلی اسیر زیاتوي: "طالبانو مقاومت وکړ چې د وسله‌والې نښتې په نتیجه کې ۱۵ مخالفان وژل شوي، ۵ تنه‌یې ټپیان شوي او ۶ تنه‌یې اسیران شوي دي. پاتې وسله‌وال د مشتان کلي شاوخوا غرونو ته تښتېدلي دي. امنیتي ځواکونه‌یې تعقیبوي."

وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.