د امریکا لوی درستیز: کلیسا ته د ټرمپ د ورتګ پر مهال ملتیا کې تېروتم

په پوځي یونیفورم سمبال مارک میلي له ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو سره د ملتیا پر مهال.

د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي، تېره اوونۍ سپینۍ ماڼۍ ته نږدې یوې کلیسا ته د ولسمشر ټرمپ د لانجمن ورتګ پر مهال له هغه سره په ملتیا کې تېروتی دی.

میلي د پنجشنبې په ورځ وویل، د نژادي بې‌عدالتۍ پر ضد د اعتراضونو پر مهال په یونیفورم کې له ولسمشر سره د نوموړي ملتیا یوه تېروتنه وه او "په کور دننه سیاست کې یې د پوځ د ښکېلتیا په اړه یوه انګېرنه رامنځته کړه."

د جون په لومړۍ نېټه په داسې حال کې چې سپینې ماڼۍ ته نږدې اعتراض کوونکي راټول شوي وو، ولسمشر ټرمپ نږدې کلیسا ته ورغی، هلته‌یې انجیل پورته کړ او عکسونه‌یې واخیستل.

کلیسا ته د ولسمشر ټرمپ د پلي ورتګ لپاره امنیتي مأمورینو پر سوله‌ییزو اعتراض کوونکو د مرچکو سپرې وپاشله او همدارنګه‌یې پرې د درانه غږ او زیات نور خپرونکي لاسي بمونه وغورځول.

معترضانو په میناپولیس کې د یو سپین پوستي پولیس له‌خوا د تور پوستي جورج فلوید پر وژنه اعتراض کاوه.

د دې افریقايي ټبري امریکايي مرګ په امریکا کې د نژادي تبعیض او د پولیسو د زور زیاتي پر ضد پراخ لاریونونه راپورته کړل.