سمنګان کې د سکرو له کانه ۱۲ جسدونه راوایستل شول

د سمنګان ولایت نقشه

د سکرو د تصدۍ مشر ریاض‌الدین شریفي نن د جون په ۱۱مه ازادي راډیو ته وویل چې په سمنګان کې د سکرو له کانه چې په وروستیو کې نړېدلی و، ۱۲ جسدونه را ایستل شوي دي.

شریفي وویل چې د کان د څلورو کارګرانو جسدونه لا هم ورک دي.

د سمنګان په دره صوف کې د سکرو په کان کې د سې شنبې په ورځ د ګاز چاودنه وشوه چې دوه تنه‌یې ځای پر ځای ووژل او ۱۶ تنه تر کان لاندې بند پاتې شول.