چارواکي: د وردوج ولسوالۍ پر یوه کلي د طالبانو حمله شنډه شوه

د افغانستان په عمومي نقشه کې بدخشان ولایت

د بدخشان پولیسو ویلي چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه په وردوج ولسوالۍ کې پر یوه کلي حمله کړې وه، خو ماته‌یې وخوړه او له سیمې وتښتېدل.

د بدخشان د پولیسو ویاند ثنا الله روحاني نن د جون په ۱۱مه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د وسله‌والو طالبانو یو ډلګی مشر او د هغه ۳ ملګري وژل شوي او ۶ تنه‌یې زخمیان شوي دي.

ښاغلی روحاني زیاتوي: "تېره شپه د ۱۱ بجو په شاوخوا کې د دولت وسله‌والو مخالفانو د وردوج ولسوالۍ پر غنیو کلي حمله پيل کړه چې د شپې په یوه بجه پای ته ورسېده او د هغوی یو ډلګی مشر چې صبغت‌الله نومېږي له خپلو درې ملګرو سره په‌کې ووژل."

د روحاني په وینا د دولتي ځواکونو دوه تنه هم وژل شوي او یو تن زخمي شوی دی.

وسله‌والو طالبانو لا په دې اړه خبرې نه‌دي کړي.

د بدخشان د ټولو ولسوالیو مرکزونه د حکومتي ځواکونو په لاس کې دي، خو وسله‌وال طالبان په لیرې پرتو کلیو او ولسوالیو کې فعالیت لري.