۱۰ افغان کډوال د هنګري او رومانیا ترمنځ سیمه کې نیول شوي

ارشیف، د هنګري پولې ته نږدې یو کډوال

د افغانستان ۱۰ کډوال چې په هغه کې درې ماشومان هم شامل دي په داسې حال کې چې هڅه‌یې کوله چې په پښو هنګري ته تېر شي، نیول شوي دي.

د هنګري رسنیو نن د جون ۱۱مه ، ویلي چې هغوی هڅه کوله چې له هنګري د لوېدیځې اروپا نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

د هنګري او رومانیا ترمنځ د ندلاک په نوم سیمه کې د سرحدي پولیسو په اعلامیه کې ویل شوي چې ابتدايي څېړنو ورته ښودلې چې دا کسان د افغانستان وو او د تحقیق لپاره بیول شوي دي.

ندلاک د هنګري او رومانیا ترمنځ پر پوله پرته سیمه ده.

له دې څرګندېږي چې دې کډوالو افغانانو غوښتل له رومانیا هنګري ته داخل شي.