شمالي وزیرستان کې د پوځیانو د ګزمې پر موټر ماین چاودنه وشوه

ارشیف

په شمالي وزیرستان کې پرون د پوځیانو د ګزمې پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه.

په دې پېښه کې دوه سرتېري ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

د پاکستان پوځ وایي چې دا چاودنه میرانشاه ته څېرمه شوې ده.

کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه‌دی منلی.