د افغانستان یو جګپوړی پلاوی ایران ته سفر کوي

د ایران بیرغ

ټاکل شوې ده چې د افغانستان یو جګپوړی پلاوی ایران ته سفر وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون ناوخته‌یې خپور کړ څرګنده کړه چې دا پلاوی به په ایران کې د افغان کډوالو پر ستونزو له ایراني لور سره خبرې وکړي او د افغان کډوالو په وړاندې د وروستیو پېښو په ارتباط به له ایراني لوري څخه د وضاحت غوښتنه وکړي.

تېره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د ایران په یزد ښار کې له ادعا سره سم د ایراني ځواکونو له لوري پر یوه موټر چې افغان کډوال په‌کې سپاره وو ډزې وشوې چې په دې پېښه کې درې افغانان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

تېره میاشت هم له ایران سره پر پوله له ادعا سره سم یو شمېر افغان کډوال ایراني سرحدي ځواکونو وهلي وو او هریرود سیند ته‌یې اچولي وو، د افغان پلاوي د څېړنې له مخې دې پېښه کې ۱۲ افغانان وژل شوي، ۱۷ تري تم شوي او ۱۷ ژغورل شوي دي.

له دغو پېښو وروسته د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې د ایران پر ضد مظاهرې وشوې.

بل لور ته یو شمېر ایراني رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عباس موسوي په وینا پرون خبر ورکړ چې په لنډ راتلونکي کې به د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف کابل ته سفر وکړي په دې برخه کې نور جزئیات له رسنیو سره نه‌دي شریک شوي او نه‌دي ویل شوي چې دا سفر به کله ترسره شي.