زابل کې طالبانو د حکومت ۸ تنه بندیان خوشې کړل

ارشیف، د طالبانو له‌خوا ازاد شوي افغان سرتېري

طالبانو په زابل کې د حکومت اته تنه بندیان خوشې کړل.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پرون پر ټویټر ولیکل چې دا اته تنه پولیس او عسکر دي چې خپلو کورنیو ته واستول شول او دا لړۍ به ادامه پیدا کړي.

د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د سولې د تړون له مخې چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ په قطر کې وشو، طالبانو ژمنه کړې ده چې تر زرو پورې به د افغان حکومت زندانیان خوشې کوي او په بدل کې به‌یې حکومت تر پنځه زره پورې طالبان له بنده ازادوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د سې شنبې په ورځ وویل چې تر اوسه‌یې درې زره طالبان له زندانونو خوشې کړي او طالبانو ۲۷۷ تنه ازاد کړي دي.