پولیس په کاپیسا کې د ۱۲ تنو د نیولو خبر ورکوي.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش پرون ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان په بېلابېلو جرمونو کې لاس لري او له دوی څخه تحقیقات پيل شوي دي.
د کاپيسا یو شمېر اوسېدونکي په وروستیو ورځو کې د جنایي جرمونو له زیاتېدو شکایت لري او په دې اړهیې خپلې اندېښنې له رسنیو سره شریکې کړې دي.