چین له امریکا او روسیې سره د بې‌وسلې کېدو په اړه خبرو کې ګډون نه‌کوي

چین بیرغ

د چین حکومت نن د جون ۱۰مه، بیا وویل چې له امریکا او روسیې سره به د بې‌وسلې کېدو په اړه په درې اړخیزو خبرو کې ګډون ونه‌کړي.

مسکو او واشنګټن غواړي چې د وسلو د کنټرول په اړه د خبرو نوې لړۍ د جون په ۲۲مه په ویانا کې پېل کړي.

امریکايي لوري ویلي و چې دوی هیله لري چې روسیه به د چین چارواکو ته قناعت ورکړي چې په درېیو هېوادونو کې د اټمي وسلو د زېرمتونونو د محدودولو په اړه په خبرو کې برخه واخلي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، هوا چونینګ نن د جون په ۱۰مه، وویل چې پیکنګ په دې اړه خپل پخوانی موقف نه‌دی بدل کړی او په خبرو کې برخه نه‌اخلي.

هغې وویل چې پیکنګ ته څرګنده شوې چې امریکا له یوې مودې راهیسې هڅې کوي چې چین په دې اړه بحثونو ته ورکش کړي په داسې حال کې چې امریکا له خپله مسئولیته مخ اړولی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ قدرت ته تر رسېدو وروسته، له ایران سره د شپږو قدرتونو د اټمي موافقې په ګډون له یو شمېر نړیوالو تړونونو ووت.