د افغانستان پېژندل شوی شاعر او لیکوال حیدري وجودي مړ شو

په افغانستان کې پېژندل شوی شاعر او لیکوال، حیدري وجودي

په افغانستان کې پېژندل شوی شاعر او لیکوال، حیدري وجودي نن چهارشنبه سهار مړ شو.

هغه د مرګ په وخت کې ۸۱ کلن و.

حیدري وجودي له داسې لیکوالو و چې د مولانا جلال‌الدین بلخي شعر او ژوند یې څېړه.

'سالې در مدار نور'، 'سایه معرفت' او 'عشق و جواني' د هغه له ډېرو لوستل شویو اثارو دي.

د ازادي راډیو د خبریالانو په حواله، حیدري وجودي په کرونا ویروس اخته شوی و او له دې کبله مړه شوی دی.