سمنګان کې د سکرو د یوه کان د نړېدو له کبله ۷ تنه مړه شوي  

د سمنګان نقشه

په سمنګان کې دسکرو د یوه کان د نړېدو له کبله ۷ تنه مړه شوي دي.

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي نن چهارشنبه رسنیو ته ویلي چې د کان ۱۱ کارګر لا هم هلته بند دي.

عزیزي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د ژغورنې کارکوونکو د شپې کار کاوه او دی فکر نه‌کوي چې نور څوک به هلته ژوندي پاتې شوي وي ځکه کان له زهرجن ګازه ډک دی.

په سمنګان کې د سکرو په کان کې مخکې هم داسې پېښې شوې دي. تېر کال په ورته پېښه کې د یوه کان ۶ کارګر په سمنګان کې مړه شوي وو.