د امریکا متحده ایالاتو سنا جرګې د لومړي وار لپاره د دغه هېواد د هوايي ځواک لوی درستیزۍ ته یو افریقايي–امریکايی تأیید کړ.
سنا جرګې پرون چارلس براون ته ۹۸ موافقې رایې ورکړې او هېچا ورسره مخالفت ونهکړ.
دی د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ لهخوا په مارچ میاشت کې د هوایي ځواکونو د لوی درستیزۍ منصب لپاره معرفي شوی و.
د امریکا سنا جرګې داسې وخت د افریقايي امریکایانو له ډلې چارلس براون د هوايي ځواک د لوی درستیز په توګه تأیید کړ چې په دغه هېواد کې له تور پوستو سره د پولیسو په چلند او نورو پالېسیو سخت انتقادونه کېږي.
په خپله په ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د هغه منتقدین تور لګوي چې توکمپالنه کوي هغه څه چې دی یې په کلکه ردوي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه ټویټ کې د چارلس براون تأییدي د امریکا لپاره تاریخي ورځ یاده کړې.