ملټري ټایمز: افغانستان کې د یوتا د پخواني ښاروال برېنټ ټېلر وژنه پلان شوې وه

بهرنۍ ورځپاڼې

  • ملټري ټایمز

ملټري ټایمز امریکايي ورځپاڼې په افغانستان کې د یوه امریکايي پوځي د وژل کېدو د قضیې د پلټنو په نتایجو یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي چې د امریکا د یوتا د پخواني ښاروال برېنټ ټېلر وژنه پلان شوې وه.

برېنټ ټېلر د ۲۰۱۸ کال په نومبر میاشت کې د یوه افغان پوځي له‌خوا په ډزو ووژل شو.

دی چې د ملټري ټایمز په لیکنه د یوتا ښاروال و له خپلې رسمي دندې یې د یوه کال لپاره رخصتي اخیستې وه او افغانستان ته د امریکا د ملي ګارد په چوکاټ کې په پوځي خدمت تللی و.

په مقاله کې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان هغو څرګندونو ته اشاره شوې چې ویلي یې دي د برېنټ ټېلر د وژلو مخه نیول کېدای شوای، خو که ځیني فُرصتونه نه‌وی ضایع شوي.

په مقاله کې راغلي د امریکا د استخباراتو څارګر د هغه افغان کمانډو د افراطي نښو نښانو په پېژندلو کې ناکامه شوي و چې په برېنټ ټېلر باندې یې برید کړی و.

دا کمانډو چې نوم‌یې افسر خان یاد شوی د برېنټ ټېلر له‌خوا روزل کېده، خو مخکې له مخکې یې پلان کړی و چې ټېلر ووژني.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه داسې افغان ژورنالېست او نطاق په کاري ژوند مقاله خپره کړې چې څه باندې څلور لسیزې یې د افغانستان په ملي راډیو کې فوتي اعلانونه ویلي.

دی محمد اغا ذکي نومېږي.

نیویارک ټایمز لیکلي کلونه کلونه خلکو یوازې په دوو وختونو راډیو افغانستان اورېده د سهار په اوو بجو او د مازیګر په پنځه باندې څلورو بجو.

په دغو دوو وختونو کې به محمد اغا ذکي هغه فوتي اعلانونه ویل چې خلکو به د افغانستان ملي راډیو د اعلاناتو شعبې ته استول.

۶۲ کلن محمد اغا ذکي نیویارک ټایمز ته د هغو ټولو خوږو او ترخو شېبو خاطرې تېرې کړي چې ده په خپل کاري ژوند کې تجربه کړې دي.

د خلق ډیموکراتیک ګوند د کودتا له اعلان نیولې د ټلوېزیون د اتو بجو تر خبرونو پورې.

نیویارک ټایمز د افغانستان راډیو له لارې د فوتي اعلانونو په ترتیب او خپرولو هم تبصره کړې چې څنګه خلکو د خپلو نږدې او ان لیرو دوستانو لسګونه نومونه په یوه اعلان کې ځایول او که د چا نوم له لېسته پاتې کېده، نو خامخا به‌یې د مړي له کورنۍ سره لانجه کوله.

خو اوس د محمد اغا ذکي کار د نیویارک ټایمز په خبره لږ څه اسانه شوی.

خلک دومره اعلانونه راډیو افغانستان ته نه‌استوي ځکه ټولنیزو شبکو د ټولو کار اسانه کړی.