بلخ کې د شورتپې ولسوال ماین چاودنه کې ووژل شو

د بلخ ولایت نقشه

د بلخ ولایت د شورتپې ولسوال پرون د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل د شورتپې ولسوال ابراهیم الیار پرون ماسپښین په داسې حال کې چې مزار شریف ته پر لار و، د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ووژل شو.

ښاغلي عادل وویل، په دې پېښه کې د ولسي پاڅونوالو یو قوماندان او د ولسوال څلور ملګري هم وژل شوي دي.

که څه هم د بلخ چارواکي دا د طالبانو کار بولي، خو وسله‌والو طالبانو د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.