د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو په یوه کان کې د پرونۍ چاودنې په اړه څېړنې پیل شوې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل: "موږ ولایتي ادارې او خپلو ټیمونو ته دنده ورکړې څو د کانونو او پټرولیم وزارت له وسایلو په استفاده هغه کسان چې په کان کې بند پاتې دي، راوباسي. د پېښې د څرنګوالي د څېړلو لپاره به د کانونو او پټرولیم وزارت لهخوا له نورو ادارو سره په همغږۍ ټیم ټاکل کېږي چې دا موضوع وڅېړي."
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، تر چاودنې وروسته په کان کې تر ۱۶ زیات کسان راګېر پاتې دي.
خو د سمنګان والي عبداللطیف ابراهیمي پرون ازادي راډیو ته په کان کې راګېر پاتې شویو کسانو شمېر تر ۱۰ زیات وباله.
بلخوا ښاغلی مطفي وايي په دره صوف ولسوالۍ کې په خپلسري ډول د کانونو د سپړلو ستونزه له کلونو راهیسې شته.
په دغو خپل سرو کېندنو کې د ځايي اوسېدونکو او زورواکو ترڅنګ د دولت وسلهوال مخالفان هم ښکېل بلل شوي دي.