کندهار کې د کرنیزو افتونو د تشخیص لومړنی لابراتوار جوړ شو

کندهار

په کندهار ولایت کې د کرنیزو افتونو د تشخیص لومړنی لابراتوار جوړ شو.

دا لابراتوار چې په شخصي پانګه جوړ شوی لګښت‌يې نه‌دی په ډاګه شوی.

د کندهار بزګران د دغه لابراتوار جوړېدل د کرنیزو افتونو د مخنیوي په برخه کې مهم بولي او وايي چې له دې وړاندې د کرنیزو افتونو د نه‌تشخیص له امله دوی له ګڼو ستونزو سره مخ ول.

دا په دې ولایت کې د کرنیزو افتونو د تشخیص لومړنی لابراتوار دی.

په همدې حال کې د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د ترویج امر محمد‌الله رسنیو ته ویلي دي چې د دې لابراتوار په جوړېدو سره به د کندهار د بزګرانو په کرنیزو محصولاتو کې زیاتوالی راشي.

نوموړي ویلي دي په داسې حال کې چې بزګران د کرنیزو افتونو د تشخیص په برخه کې اسانتیاوې ونه‌لري سخته ده چې فصل‌يې ښه حاصل ورکړي.

د دې ولایت بزګران وايي وړاندې تر دې يې د کرنیزو افتونو د تشخیص او د دوا د اخیستو په هدف ګاونډي پاکستان ته سفرونه کول، خو دا چې اوس لابراتوار په دې ولایت کې جوړ شو، نو د دوی زیاتې ستونزې به ورسره حل شي.