اشرف غني: ډېر ژر به وزارتونو کې سرپرستۍ ته د پای ټکی کېږدم

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره وکتل.

ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه کړې چې ډېر ژر به په وزارتونو کې سرپرستۍ ته د پای ټکی کېږدي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې ښاغلي غني د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۹مه) نېټه د ولسي جرګې د اداري پلاوي له رئیس سره په غونډه کې همداراز وویل چې ډېر ژر به نوماند وزیران د رأی اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

تر اوسه ولسمشر د بهرنیو چارو، ماليې، عامې روغتیا، اطلاعاتو او فرهنګ، ښځو چارو او ښار جوړونې وزارتونو لپاره نوماند وزیران معرفي کړي دي.

یو شمېر نور وزارتونه لکه دفاع او کورنیو چارو وزارتونه داسې چارواکي اداره کوي چې د مخکېني حکومت راهیسې پر دې دندو پاته دي.