عبدالله: افغان حکومت د سولې مذاکراتو ته چمتو دی

د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله

د مصالحې عالي شورا رئیس وايي، افغان حکومت د سولې مذاکراتو ته چمتو دی.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ له افغانستان سره د سولې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو په اړه په خبرو کې وویل چې افغان حکومت د سولې له هېڅ ډول هڅو ځان نه‌سپموي.

ښاغلي عبدالله پر خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې تمه لري طالبان له رامنځته شوي فرصته په استفاده د خلکو له غوښتنو سره سمې هڅې وکړي.

د افغان حکومت او نړیوالو ادارو پر هڅو سربېره طالبان تر اوسه له افغانانو سره مخامخ خپلمنځي خبرو ته نه‌دي چمتو شوي او د خپلو بندیانو پر راخوشې کېدو ټينګار کوي.

خو د مصالحې عالي شورا رئیس ویلي چې تر اوسه له حکومتي زندانونو د طالبانو شااوخوا درې زره بندیان خوشې شوي دي. ده هیله څرګنده کړې چې د مذاکراتو د پیل تر ورځې پورې به د بندیانو د راخوشې کېدو بهیر بشپړ شي یا به دومره بندیان راخوشې شي چې دواړو لورو ته د منلو وړ وي.

پرونۍ غونډه د اسیا زړه ټولنې له‌خوا د جرمني د کنراد بنسټ او نیویارک د نړیوال پوهنتون په همکارۍ جوړه شوې وه چې د افغانستان د چارو پوهانو په‌کې ګډون کړی وو.