امریکایي میلیارډر او د مایکروسافټ کمپنۍ بنسټګر بیل ګېټس د توطئیې د وروستیو نظریو په اړه غبرګون وښود.
دغه نظریې د واکسینونو د تولید او ترسره کولو په اړه په وروستیو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې.
په دغو نظریو کې ویل شوي بیل ګېټس غواړي د واکسینونو په لګولو سره د خلکو په بدن کې کوچني چیپونه ځای پر ځای کړي او دا کسان وڅاري.
خو بیل ګېټس په وروستیو کې په یوه ټېلیفوني کنفرانس کې خبریالانو ته د مایکروچیپونو په لګولو کې خپل دخالت رد کړ.
هغه زیاته کړه، که څه هم د دغې موضوع ردول ګران کار دی، ځکه چې دا موضوع دومره د خندا وړ او عجیبه ده، چې بیا بیا تکرارول یې هم اعتبار نه ورزیاتوي.
دا اول وار نه دی، چې میلیارډر بیل ګېټس باندې داسې تورونه لګېږی.