د بدخشان ولايت چارواکي وايي په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د وسلهوالې نښتې په نتیجه کې د دولت ۷ مخالف وسلهوال وژل شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني رسنیو ته وویل، په دې وسلهواله نښته کې چې له دوو ورځو راهیسې روانه وه، ځیني کلي تصفیه شوي دي.
هغه زیاته کړه: "د دښمن حملې په شا تمبول شوي، په نتیجه کې د دولت ۷ مخالف وسلهوال وژل شوي، ۶ تنهیې ټپیان دي او د دولت د وسلهوالو مخالفانو له موجودیت څخه ۴ کلي تصفیه شوي دي."
د دولت کومې مخالفې ډلې په بدخشان کې د دې نښتې په اړه څه نهدي ویلي.