ننګرهار کې لسګونه فعالانو او عامو خلکو د ایران ضد لاریون وکړ

ادعا کېږي چې د ایران یزد ښار کې د ایراني پولیسو له‌خوا د افغان کډوالو موټر په ډزو وویشتل شو، او وروسته ټول موټر اور اخیستی.

ننګرهار کې لسګونه فعالانو او عامو خلکو په ایران کې د افغان پناه غوښتونکو د وژل کېدو او ټپي کېدو د پېښې په عکس‌العمل کې لاریون وکړ.

دوی چې د ایران د رژیم او امنیتي ځواکونو خلاف شعارونه ورکول، له دولته غوښتنه وکړه چې ایران د پېښې عاملانو ته د سزا په ورکولو مجبوره کړي.

پرون په هلمند او کابل کې هم د وروستۍ پېښې د غندلو په هدف په لسګونه کسانو لاریون وکړ.

ادعا کېږي چې تېره چهارشنبه د ایران په یزد ښار کې پولیسو پر هغه موټر چې افغان پناه غوښتونکي یې لېږدول ډزې کړي چې د ډزو په نتیجه کې موټر اور اخیستی دی.

افغان چارواکي وايي په پېښه کې درې افغان پناه غوښتونکي وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن رسنیو ته په لېږلي وېډیويي پیغام کې وویل چې حکومت دا قضیه څېړي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د افغانستان سفیر او د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي شعبو مسؤلانو ته دنده ورکړې چې د ایران په یزد ښار کې د موټر د سوځېدو پېښه چې د ۳ افغان وګړو د وژل کېدو او ۵ نورو د ټپي کېدو سبب شوې، په جدیت تعقیب کړي."

په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال ازادي راډیو ته ویلي چې په یزد کې د پېښې جدي پلټنه کوي او ایراني چارواکو په ځانګړي ډول موټر چلوونکي ته د سزا ورکولو ژمنه کړې.