ایرانی ساینسپوه امریکا کې له خوشې کېدو وروسته ایران ته رسېدلی

د عکس په چپ خوا کې طاهري رسنیو سره د خبرو پرمهال.

یو ایرانی ساینسپوه مجید طاهري، د امریکا په متحدو ایالتونو کې له بنده تر خوشې کېدو وروسته نن، خپل هېواد ته ستون شو.

د ایران نیمه دولتي اژانس ایسنا خبر ورکړی، چې طاهري د بندیانو د تبادلې د موافقې د برخې په توګه خوشې شوی دی.

په خپله مجید طاهري چې په ماتیو تایري هم مشهور دی، نن د تهران امام خمیني نړیوال هوايي ډګر ته تر رسېدو وروسته وویل: "ما غوښتل د ایرانیانو د سلامتۍ او د طب د تحقیقاتو د پرمختګ لپاره یو څه وکړم خو له بده مرغه دوی یعنې امریکایانو یو ډېر غیرمنصفانه او د درواغو تور راباندې وتاړه."

دغه ایرانی ساینسپوه چې ۱۶ میاشتې مخکې نیول شوی و، تېره پنجشنبه د امریکا د سمندري ځواک د پخواني غړي مایکل وایټ په بدل کې خوشې شو.

مایکل وایټ تېر کال د ایران د رهبر ایت اله علي خامنه اي د سپکاوي په ادعا، په ۱۳ کاله بند محکوم شوی و.

طاهري چې د امریکا تابعیت هم لري، د امریکا د فلوریډا ایالت په یوه کلینیک کې کار کاوه او په یوه اوونۍ کې دویم ساینسپوه دی، چې له امریکا څخه ایران ته ستنېږي.