کولن پاول د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د جوبایډن ملاتړ وکړ

جوبایډن

د امریکا پخواني جنرال او د جمهوري غوښتونکي ګوند مخکښ غړي کولن پاول د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د ډموکراتانو د کاندید جوبایډن ملاتړ وکړ.

پاول چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۵ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او تر هغه څو کاله مخکې د امریکا د پوځ لوی درستیز پاتې شوی پرون وویل چې په هېڅ صورت به په سږنیو ټاکنو کې ټرمپ ته رایه ورنه‌کړي.

هغه وویل چې جوبايډن ته رایه ورکوي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د پاول تر خبرو وروسته په خپله ټویټر پاڼه ولیکل: "یوه رښتیني سرسخته چې د منځني ختیځ مصیبتي جګړې ته زموږ د ننوتلو مسؤلت ور په غاړه و اعلان وکړ چې یوه بل سرسخته؛ جوبایډن ته به رایه ورکوي."

هغه زیاته کړې ایا پاول هماغه کس نه‌و چې ویل‌یې عراق د ډله‌ییزې وژنې (اټمي) وسلې لري او موږ یې جنګ ته دننه کړو؟

کولن پاول لومړنی جګپوړی جمهوري غوښتونکی دی چې رسماً یې د جمهوري غوښتونکو د کاندید ډونالد ټرمپ له سیال جوبایډن ملاتړ کړی. تمه ده د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې سږ کال په نومبر میاشت کې وشي.