زلمي خلیل‌زاد له جنرال قمر جاوېد باجوه او ملا برادر سره وکتل

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پرون د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره په اسلام‌اباد او وروسته له هغه د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر عبدالغني برادر سره په دوحه کې کتلي دي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو دفتر "ای‌اس‌پي‌ار" په یوه بیان کې ویلي چې خلیل‌زاد او باجوه د افغانستان سولې او پخلاینې په پروسه کې پر اخیستل شویو ګامونو بحث کړی او د ګډو ټاکل شویو هدفونو لپاره‌یې د کار په دوام ټینګار کړی دی.

د "ای‌اس‌پي‌ار" بیان زیاتوي چې دوی همداراز په دوه اړخیزو مسایلو، د سیمې امنیتي حالاتو او افغان کډوالو باندې خبرې کړي.

اخوا د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د یکشنبې په شپه ناوخته په خپل ټویټر لیکلي چې زلمي خلیل‌زاد او جنرال سکاټ مېلر له ملا عبدالغني برادر او پلاوي سره‌یې د بندیانو د چټک خلاصون او د بین‌الافغاني خبرو د پيل په اړه خبرې وکړې.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد د جمعې له ورځې دوحې، اسلام‌اباد او بیا کابل ته خپل تازه سفر پيل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ويلي چې ښاغلی خلیل‌زاد به له ښکېلو افغان ډلو سره د بین‌الافغاني خبرو د پيل په اړه په عملي اقداماتو بحث وکړي.

په بیان کې دا هم راغلي و چې ښاغلی خلیل‌زاد به د خپلو تېرو سفرونو په تعقیب دا وار د امریکا–طالبانو د تړون او د امریکا او افغانستان د ګډې اعلامیې د پلي کېدو په تېره بیا د تاوتریخوالي د کموالي او د بندیانو د ازادۍ موضوع‌ګانې وارزوي.

د دې خبر تر لیکلو پورې زلمي خلیل‌زاد د خپلو لیدنو په اړه څه نه‌و لیکلي او ښايي له معمول سره سم لږ په ځنډ معلومات خپاره کړي.