چارواکي: د کابل په ګلدره کې ۳ پولیس وژل شوي

ارشیف

د کابل ولایت په ګلدره ولسوالي کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو په نښته کې ۳ پولیس وژل شوي او ۴ نور ژوبل دي.

د دې ولسوالۍ یوه امنیتي مسئول عبدالرحیم رحیمي په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې طالبانو پرون (شنبه) پر پولیسو برید وکړ چې په پای کې یې پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.

ده د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه بې خبري څرګنده کړه.