یو افغان څېړنیز مرکز، چې په افغانستان کې یې د داعش په اړه څېړنې کړي، خبرداری ورکوي چې دا ډله به د افغانستان په نورو برخو کې سر راپورته کړي.
د طرزي څېړنیز بنسټ په دې راپور کې، چې پرون خپور شو، ویل شوي، په ننګرهار کې د افغان او نړیوالو ځواکونو ګډو عملیاتو، د اکمالاتي لارو بندېدو او د طالبانو دښمنۍ دا ډله له ماتې سره مخامخ کړه.
راپور کاږي، د دې ډلې اکثریت مشران او جنګیالي د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا یا وژل شوي او یا نیول شوي دي، خو قومندانانو یې کونړ، نورستان او د ډیورنډ تر پولې پورې خوا اورکزیو ته تاکتیکي شاتګ کړی دی.
خو په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د داعش ډلې دا قوماندانان به په نژدې راتلونکي کې د افغانستان په یوه بله برخه کې په نوې بڼه سر راپورته کړي.