اوپېک او متحده هېوادونو د تېلو تولید د کمولو پر تمدید موافقه وکړه

اوپیک

د تېلو صادروونکو سازمان یا اوپېک او متحده هېوادونو پرون د یوې بلې میاشتې لپاره هم د تېلو د تولید د بې‌ساري کمولو پر تمدید موافقه وکړه.

دوی د بازارونو د ثبات په تمه چې د کرونا ویروس له کبله سخت ځپل شوي دا موافقه وکړه.

اوپېک سازمان چې ۱۳ هېوادونه‌یې غړي دي، سعودي عربستان او د تېلو نور تولیدوونکي هېوادونه‌یې مشري کوي، د تېلو په تولید کې د ۹،۶ میلیونه بېرله کمولو موافقه د جولای میاشتې لپاره تمدید کړه.

دغه سازمان د مخکېنۍ موافقې له مخې له مې میاشتې د جون تر پایه د تېلو په تولید کې په ورځ کې د ۹،۷ میلیون بېرله کمولو موافقه کړې وه چې وروسته به د تېلو کمولو دغه اندازه تر ډسمبر میاشت پورې د ورځې ۷،۷ میلیون بېرلو ته راوستل شي.

په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د تېلو بیې خورا ټیټې شوې، خو اوپېک سازمان هڅه کوي د تولید په کمولو سره د تېلو بیې ثابتې وساتي.