'ایران کې د وروستۍ پېښې عاملان به عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شي'

ایران کې د افغانانو په موټړ باندې ډزې شوي او درې افغانان په‌کې وژل شوي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي د ایران د یزد ولایت چارواکو منلې چې د افغان پناه غوښتونکو د وژنې او ټپي کولو عاملان به عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کوي.

دغه وزارت ویلي چې تېره چهارشنبه د ایران پولیسو پر هغه موټر ډزې کړي چې افغان وګړي په‌کې روان وو. تر ډزو وروسته دغه موټر اور اخیستی او بیا د سړک غاړې له کټارې سره لګېدلی دی.

په دې پېښه کې ۳ افغانان وژل شوي او ځیني نور ټپیان شوي دي.

وزارت تېره شپه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ایران لپاره د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال پرون او وړمه ورځ د یزد له چارواکو سره کتلي او د پېښې بشپړه پلټنه کوي.

د وزارت په اعلامیه کې دا یوه خورا خواشینوونکې پېښه بلل شوې ده.

ښاغلي لېوال د پېښې ساحه هم کتلې او پرون‌یې ویلي وو چې د جسدونو د انتقال لپاره لارې چارې سنجول شوې دي.

بل‌خوا تېره میاشت د ایران او افغانستان پر ګډه پوله ځیني افغان پناه غوښتونکي له وهل ټکول کېدو وروسته هریرود سیند ته وغورځول شول چې د افغان پلاوي د څېړنو له مخې په دې پېښه کې د ۴۶ افغانانو له ډلې ۱۲ مړه شوي، ۱۷ لا درکه او ۱۷ نور ژغورل شوي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي د دې پېښې د څېړلو چارې پای ته رسېدلي او پایله‌یې د ایران بهرنیو چارو له وزارت سره شریکه شوې څو د عاملانو د نیولو برخه کې اقدمات وشي.