د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې دوه سرحدي پولیس وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
په سیمه کې یوې امنیتي سرچینې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، چاودنه پرون ماسپښين په مقبلو دره کې د پولیسو په هاموې موټر وشوه.
د پکتیا د والي ویاند له ازادي راډیو سره په خبرو کې پېښه تأیید کړه، خو د نورو جزئیاتو په اړهیې څه ونهویل.
تر اوسه چا د دې پېښې مسؤلیت نهدی منلی.