د پاکستان حکومت د محمد صادق خان په نوم یو ډیپلومات د افغانستان لپاره ځانګړی استازی مقرر کړی دی.
د پاکستان راډیو د راپور په حواله، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له محمد صادق سره کتلي او ورته ویلي یې دي چې په سیمه کې پرمختګ په افغانستان کې له دوامدارې سولې او ثبات سره تړاو لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دوي دا مسئله خپل ګډ مسئولیت ګڼلی او صادقانه یې رغونکی رول لوبولی او دا هڅې یې په نړیواله کچه ستایل شوې هم دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دوي هیله لري چې د محمد صادق خان په څېر پوخ ډیپلومات به په افغانستان کې په دې حساس وخت کې د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړي کړي.
محمد صادق خان څو کاله مخکې په افغانستان کې د پاکستان د سفیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.