امنیتي چارواکي: سرپل کې طالبانو ۲ ملکي وګړي وژلي

ارشیف

په سرپل کې د وسله والو طالبانو په حمله کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د سرپل د پولیسو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وسله والو طالبانو پرون شپه، د سید اباد په کلي کې چې د ولایت د مرکز په څنډه کې پروت دی، د ملکي خلکو پر کورونو حمله کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په حمله کې یوه ښځه او یو سړی وژل شوي او یوه ۲۵ کلنه ښځه زخمي شوې ده.

په خبرپاڼه کې نور جزئیات نه دي ورکړ شوی. وسله والو طالبانو هم تبصره نه ده کړې.