په قزاقستان کې د اپوزېسیون د دوو سیاسي ډلو لسګونه پلویان نن، د جون په ۶مه، ونیول شول.
د اپوزېسیون دوو ډلو چې یوه یې د افراطي ګروپونو په ډله کې تر بندیزونو لاندې ده، غوښتل چې نن، د جون په ۶مه، د دې هېواد په دوو لویو ښارونوکې مظاهرې وکړې او د ډیموکراتیکو اصلاحاتو غوښتنه وکړي.
د قزاقستان ډیموکراتیک ګوند او د قزاقستان ډیموکراتیک انتخاب ګوند د هغه هېواد په لویو ښارونو ، نورسلطان او الماتې کې د مظاهرو پلان درلود.
خو چارواکو په دې نوم چې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره دوا پاشي کوي، هلته لويې لارې او سرکونه بند کړل.