پروان چارواکي: سږ کال د زردالو د محصولاتو کچه زرګونه مټریک ټنه ده

دا مهال په دغه ولایت کې د زردالو دوه زره او ۲۹۸ هکټار بڼونه موجود دي.

د پروان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال د پروان د زردالو د محصولاتو کچه به نږدې ۲۳ زره او ۸۰۰ مټریک ټنه وي.

د پروان ولایت د کرنې رییس عبدالوهاب خیرزاد نن ازادي راډیو ته وویل، دا وړاندوینه د پروان لایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د کلنيو معلوماتو پر بنسټ تر سره کېږي.

د نوموړي په خبره، دا مهال په دغه ولایت کې د زردالو دوه زره او ۲۹۸ هکټار بڼونه موجود دي.

د پروان ولایت د کرنې ریاست وایي، چې په وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د زردالو څلور زره او ۵۰۰ نوي بڼونه جوړ شوي دي، پنځه زره او ۸۱۰ بڼوال د بڼوالۍ په بېلابېلو برخو کې روزل شوي دي او پر څه باندې دوه زره بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي هم وېشل شوي دي.

د پروان ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې دمګړۍ په دې ولایت کې پنځه زره او ۷۴۵ بزګران د زردالو په پالنه بوخت دي.

د پروان ولایت د زردالو نږدې ۱۰ سلنه محصولات د دې ولایت کورني اړتیا پوره کوي او نږدې ۳۰ سلنه یې د کشتې په ډول او نږدې ۶۰ سلنه نور یې کورنیو او بهرنیو بازارونو ته صادرېږي.