واشنګټن کې یوه ودانۍ 'د تور پوستو ژوند هم مهم دی' په نوم ونومول شوه

ارشیف، امریکا کې د تور پوستي جورج فلوید له وژنې وروسته مظاهرې

د واشنګټن ډي سي ښاروال یوه ودانۍ په دې هیواد کې د ولسي اعتراض په نوم نومولې ده.

د راپورونو له مخې د واشنګټن ښاروال موریل بوسر، په امریکا کې د وروستیو اعتراضونو څخه د ملاتړ په خاطر یوه پلازه "د تورو پوستو ژوند مهم دی" په نوم نومولې ده.

په عین حال کې یو شمېر اعتراض کوونکو، دا شعار د واشنګټن د ښار پر بیرغ ترسیم کړی دی.

د یو سپین پوستي پولیس له‌خوا د تور پوستي جورج فلوید تر وژل کېدو وروسته، په امریکا کې د هغه څه پر ضد چې د تور پوستو سره د پولیسو ناسم چلند ګڼل کېږي، پراخ اعتراضونه راپورته شول.

په یوه وېډیو کې چې له دې پېښې وروسته لاس په لاس کېږي، پولیس په‌کې ښکاري چې د لاس تړلي او پړمخي غورځول شوي جورج فلوید پر غاړه‌یې زنګون ایښی. فلوید وروسته د ساه بندېدو له کبله روغتون کې ومړ.

ویل کېږي چې دې پېښې، د کرونا ویروس خپرېدو او د میلیونونو کسانو له بېکاره کېدو سره یوځای، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د نومبر د ولسمشرۍ له انتخاباتو څو میاشتې مخکې له لویې ننګونې سره مخ کړی دی.

ټرمپ د جون د میاشتې په لومړیو کې خبرداری ورکړی چې د اعتراضونو د مهارولو لپاره به د امریکا پوځ ځای پر ځای کړي.