ډونالد ټرمپ زرګونه امریکايي سرتېرو ته له جرمني د وتلو امر کړی

د جرمني په یوه پوځي اډه کې امریکايي پوځیان

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ امر کړی چې د دې هېواد زرګونه سرتېري دې له جرمني ووځي.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د جمعې په ورځ په یو راپور کې ویلي، په جرمني کې د امریکايي ځواکونو شمېر به له ۳۴،۵۰۰ څخه ۹،۵۰۰ ته راکم شي.

له بلې خوا د جرمني شپیګل انلاین ورځپاڼې خبر ورکړی چې دا پرېکړه به د دې کال په مني کې عملي شي او په جرمني کې به د امریکايي سرتېرو شمېر د ۵،۰۰۰ او ۱۵،۰۰۰ ترمنځ یو شمېر ته راکم شي.

ډونالد ټرمپ پرله‌پسې پر جرمني انتقاد کړی چې په ناټو کې یې دوه په سلو کې د مالي ونډې ژمنه نه‌ده پر ځای کړې.

د روېټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو له قوله چې نومونه‌یې نه‌دي یاد شوي، راپور ورکړی چې د دې هېواد یو شمېر ځواکونه به له جرمني پولنډ او نورو متحدو هېوادونو ته واستول شي. د روېټرز په وینا یو شمېر به بېرته امریکا ته ستانه شي.

د هغې هوکړې پر بنسټ چې په ۱۹۵۴ م کال کې لاسیک شوه، امریکا او د ناټو اوو نورو هېوادونو د دې اجازه ترلاسه کړه چې په جرمني کې دایمي پوځي اډې ولري.

تر اوسه پنټاګون یا د جرمني د دفاع وزارت د امریکايي سرتېرو د کمېدو په اړه تبصره نه‌ده کړې.