د امریکايي او پولنډي سرتېرو پوځي تمرینات پیل شول

ارشیف، پولنډي سرتېري د پوځي تمریناتو پر مهال.

زرګونه امریکايي او پولنډي پوځیانو پرون ګډ پوځي تمرینات پیل کړل.

دا تمرینات اصلاً د مې میاشتې لپاره پلان شوي وو، خو د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله تر اوسه ځنډېدلي وو.

په دې تمریناتو کې چې د پولنډ په شمال کې روان دي او د جون میاشتې تر ۱۹ مې نېټې پورې به دوام وکړي شاوخوا څلور زره امریکايي او دوه زره پولنډي سرتېري ګډون لري.

د دواړو هېوادونو پوځي چارواکو په یوه انلاین خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، د امریکا او پولنډ ګډ پوځي تمرینات له ډېرو اړخونو اهمیت لري، خو تر ټولو زیات اهمیت‌یې په دې کې دی چې ښيي د ناټو متحدان د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د سرایت په شرایطو کې د خوندي تمریناتو وړتیا لري.