په فراه ولایت کې ۱۶ وسله‌وال طالبان په وسله‌واله نښته کې وژل شوي

ارشیف

د فراه ولایت امنیتي چارواکي وايي په وسله‌واله نښته کې ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند محب‌الله محب نن جمعه ازادي راډیو ته وویل: "د دولت وسله‌والو مخالفانو چې ډېری یې د طالبانو د سرې قطعې غړي وو، تېره شپه شاوخوا یوه بجه غوښتل د مرکز په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله‌ییز بریدونه وکړي. له نېکه مرغه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په مرسته د طالبانو سنګرونه ویشتلي په نتیجه کې یې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۵ تنه‌یې ټپیان شوي دي."

د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي په وژل شویو کې د طالبانو یو مهم قوماندان مولوي راز محمد هم شامل دی.

محب‌الله محب وايي په دغه نښته کې ملکیانو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه‌دی اوښتی.

وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.