په امریکا کې د جورج فلوید د وژل کېدو په اعتراض مظاهرې روانې دي

امریکا کې مظاهرې

د مدني حقونو فعالان، سیاستوال او پېژندل شوي شخصیتونه پرون د درېیم وار لپاره د مړه شوي تور پوستي جورج فلوید په یاد راغونډ شول.

۴۶ کلن فلوید د مې میاشتې پر ۲۵مه په میناسوتا ایالت کې د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه چې دې مسئلې د امریکا په متحده ایالاتو کې د نژادي تبعیض او د پولیسو د ظلمونو پر خلاف مظاهرې وپارولې.

مدني فعال ريویریند الشارپټُن (Reverend Al Sharpton) د میناسوتا ایالت په مینیاپولیس ښار کې جوړې شوې یاد غونډې ته وویل، جورج فلوید نړۍ بدله کړه.

هغه زیاته کړه: "هغه څه چې پر فلوید پېښ شول، هره ورځ د امریکا په تعلیم او روغتیایي خدماتو، دغه‌راز د امریکايي ژوند په هره برخه کې پېښېږي. اوس د دې وخت راغلی چې ټول د جورج په نوم راولاړ شو او ووايو چې خپل زنګون زموږ له غاړو لیرې کړئ."

په نیویارک کې د جورج فلوید ورور تیرینس فلوید (Terrence Floyd) د خلکو ډلې ته په وینا کې د دوی د ملاتړ مننه وکړه.

په امریکا کې وروستۍ مظاهرې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې تر ټولو شدید بحران ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په پام کې ده، په نومبر میاشت کې په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشي او له بلې خوا کرونا ویروس هم په میلیونونو کسان وزګاره کړي او اقتصاد یې زیانمن کړی دی.